کندهار: د بهرنيو ځواکونو پر ټانګ ماين چاودنه شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۷) د کندهار ولايت په دامان ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر ټانګ چاودنې عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو له لوري په يوه خبرپاڼه کې ويل شوي چې چاودنه د دوی له لوري د يادې ولسوالۍ مربوط د “مرغانيچې” په سيمه کې پر هغو بهرنیانو شوې چې پر ګزمه بوخت و.

خبرپاڼه کې راغلي، د چاودنې په ترڅ کې د بهرنيو ځواکونو ټانګ په مکمله توګه ويجاړ شو او پکې سپرو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر اوسه پورې په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو په دغه چاودنه کې هغوی ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.

عيني شاهدان له پېښې وروسته د چاودنې ځای ته خلک نه پرېښودل کېدل او شاوخوا دوه ساعته د خلکو پر مخ دغه لاره تړل شوې وه.

په هېواد کې وخت ناوخت پر بهرنيو ځواکونو د طالبانو له لوري چاودنې کېږي چې هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوړي خو بهرنيان يې د خپلې پاليسۍ له مخې اوښتې مرګ ژوبله نه اعلانوي او رسنۍ د پېښې ځای ته نه ورپرېږدي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close