کندهار: د بهرنيو ځواکونو پر ټانګ ماین چاودنه شوې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۴)

د کندهار ولايت په دامان ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر ټانګ د ماين چاودنه شوې چې له کبله يې د ځايي سرچينو په وينا عسکر ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

چاودنه نن سهار د يادې ولسوالۍ مربوط د کندهار هوايي ډګر ته څېرمه رامنځته شوې ده.

عيني شاهدان وايي، په چاودنه کې د بهرنيو ځواکونو ټانګ تخريب شوی او له پيښې وروسته د پيښې ځای ته نږدې خلک نه پرېښودل کېدل.

طالبانو د بريد مسئوليت منلی وياند يې قاري يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي، په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو پر دوو ټانګونو بيلابيلې چاودنې کړې چې هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د احمدي په وينا، لومړۍ چاودنه د يادې ولسوالۍ مربوط په (نوي دهه) سيمه کې شوې او دوهمه چاودنه (هوايي ډګر ته مخامخ د خارجي عسکرو پروژې نومې ځای ته پر لاره) شوې ده.

نوموړی زياتوي، په دواړو چاودنو کې په امريکايي عسکرو ترسره شوي او د هغوی زغره وال ټانګونه په مکمله توګه ويجاړ شوي او پکې ناستو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار امنيتي سرچينو يادې چاودنې تاييد کړي خو د جزياتو له ورکولو ډډه کوي.

تر اوسه په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو په يادو چاودنو کې د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.

خو عيني شاهدان وايي، د چاودنو سيمو ته ايمبولانس چورلکې تګ راتګ کوي او خپل وژل شوي او ټپي عسکر يې د چورلکو په مټ له سيمې پورته کړي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close