کندهار: د سپین بولدک  امنیې قوماندانۍ ته سرتیري بریدګر ننوتلي

د کندهار د امنیې قوماندان جنرال رازق رسنیو ته ویلي؛ چې نن تر ماښام وروسته دسپین بولدک پر امنیې قوماندانۍ درۍ سرتیري بریدګر ننوتلي.
نوموړی زیاتوي لومړي بریدګر د موټرسیکل په توسط د قوماندانۍ په ورودي دروازه کې سرتیری برید کړی او دوه نور قوماندانۍ ته ننوتلي.
رازق ویلي؛ تر اوسه د ۲ پولیسو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی، او دنورو تلفاتو جزیات نه شته.
د کندهار چارواکي وایي برید اوس هم روان دی او وسله وال خپل مقاومت ته دوام ورکوي.
د پیښې مسؤلیت وسلوالو طالبانو منلی.

قاري یوسف احمدي پر خپله ټویټر پاڼه خبر ورکړی چې سرتیرو بریدګرو “لومړی پيره داران په بيصدا توپنګچو ووژل او دواړو نظامی مرکزونوته په اسانۍ سره ننوتل اوپه داخل کې يې په ډوډوۍ را ټولوشووسرحدی عسکروبريدونه پيل کړل تر دا مهاله لسګونه عسکروژل شوي دي“

د یادونې وړ ده چې برید لا روان دی، د پوره جزیاتو لپاره د کابل ټکی کام ویبپاڼه او فسبوک پاڼه څارئ

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close