کندهار: د طالبانو او افغان ځواکونو ترجګړې وروسته، بمباریو ولسي خلک وژلي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۷ فرید افغان)

د کندهار ځایي چارواکي وایي؛ چې د دې ولایت د میوند ولسوالي په جوګرم او چشمو سیمه کې طالبانو پر میشتو پوستو بریدونه وکړل چې له ځوابي غبرګون سره مخ شول.
دکندهار د امنیې قومندانۍ د ویاند ضیا دراني په وینا؛ د طالبانو تر جګړې وروسته سمدستي چورلکو پر طالبانو حمله وکړه چې په خبره یې لسګونو طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
پر همدې مهال د سیمې خلکو رسنیو ته ویلي، په هوایي بریدونو کې ۴ ولسي وګړي وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي.
طالبانو په یوه اعلامیه کې منلې چې پر یادو پوستو یې بریدونه کړي او زیاتوي چې په بریدونو کې یې ګڼو افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې.
طالبانو د خپلو ۳ ملګرو د وژل کیدو او ۴ نورو د ټپي کیدو پخلی هم کړی دی.
پر ولسي خلکو دا بریدونه داسې مهال ترسره کیږي چې تیره ورځ افغان ځواکونو د همدې ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ ۳ وروڼه او یوکلیوال ځای پرځای ووژل چې د سیمې دخلکو په وینا ټول د سیمې عادي خلک وو او له وسلوالو طالبانو سره یې هیڅ اړیکې نه درلودې.
د طالبانو له بریدونو سره همهاله افغان او امریکایي ځواکونو پر ولسي وګړو خپلو بریدونو ته زور ورکړی چې د څارونکو په آند دې بریدونو ډیری ولسي خلک د دولت پر وړاندې پاڅون کولو ته هڅولي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close