کندهار: د طالبانو په برید کې ۲۱ امنیتي سرتیري وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۳۰)

خبرونه وایی چې تیره ورځ د کندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ د اردوبلاغ په سیمه کې د دولتي  ځواکونو یو قطار چې له سیمې د تیریدو په حالت کې وو، د طالبانو تر برید لاندې راغلی.
امنیتی سرچینې وایی، په دغه څو ساعتیز برید کې ګن شمیر ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمیره یې لا نه ده څرګنده شوې.
په ورته وخت کې طالبانو ویلي چې په دغه برید کې یې ۲۱ عسکر وژلي چې د شپږو تنو جسدونه په سیمه کې پاتې دي.
طالبانو د څو پوځي عراده جاتو د ویجاړۍ او ګڼ شمیر مهماتو د نیولو خبر هم ورکړی دی .
دولتي چارواکو رسماً په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close