کندهار: د ميانشين ولسوالۍ امنيه قومندان وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۸)

د کندهار ولايت د ميانشین ولسوالۍ امنيه قومندان دوهم څارن “لالاجان” په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.

سيمه ييزې خبري سرچينې وايي، نوموړی نن ماسپښين له ولسوالۍ څخه د کندهار ښار ته پر لاره و چې د شاوليکوټ په چنار سيمه کې يې پر ټانګ د ماين چاودنه وشوه.

امنيتي سرچينې وايي، له نوموړي سره د هغه دوه ساتونکي وژل شوي او څو تنه عسکر ټپيان دي.

د شاوليکوټ ولسوالۍ زياته سيمه د طالبانو په لاس کې ده او وخت ناوخت په لارو په تېرېدونکو کاروانونو د طالبانو له لوري چاودنې او بريدونه کېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close