کندهار: د ولايتي شورا غړی او ولسي جرګې ته کانديد ناصر مبارز وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۴)

تيره شپه په کندهار ښار کې د ولايتي شورا پر غړي او د ولسي جرګې پر کانديد ناصرمبارز وسله وال بريد شوی چې نوموړي پکې ژوند له لاسه ورکړی.

ځايي امنيتي سرچينې وايي، پر ناصر مبارز پرون ماښام اته بجې د ښار د دوهمې حوزې مربوط د الفرهاد روغتون مخې ته په وسله وال بريد کې وژل شوی دی.

ناصر مبارز د کندهار د ولايتي شورا غړی او په راتلونکو ټاکنو کې د ولسي جرګې لپاره هم کانديد شوی و.

طالبانو د بريد مسئوليت منلی وياند يې قاري يوسف احمدي په خپله ټويټر پاڼه ليکلي نوموړی کاندید د چريکانو په بريد کې وژل شوی دی.

تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولايتونو کې د ولسي جرګې کاندیدان وژل شوي چې د شنونکو په باور ډېرو يې د خپلمنځي اختلافاتو او ټکرونو له کبله د مرګ له ګواښونو سره مخ شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close