کندهار: د ولسي جرګې ټاکنې وځنډیدې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۷)

د ولسمشر غنی ویاند هارون چخانسوري وایي، د امنیت په شورا کې د کندهار د ځایي چارواکو په غوښتنه د دې ولایت د و لسي جرګې ټاکنې ځنډول شوې.
نوموړی وایي، ښایي راتلونکې اونۍ دغه ټاکنې ترسره شي.

باید وویل شي چې پرون ماسپیښین مهال یوه نفوذي طالب د کندهار ولايت مقام کې د بهرنیانو او افغان چارواکو د ناستې پر مهال ډزې وکړې، چې پکې د کندهار والي زلمى ويسا، د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق، د کندهار د ملي امنيت رييس مومن حسن خېل، د کندهار د قول اردو قومندان، د منابع بشري رييس، د ملي ټلويزيون کامره مېن او يو شمېر نور کسان ووژل شول او د امریکایي قوماندان په ګډون ګڼ کسان په کې ټپیان شول.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close