کندهار: د پُنبې څلوېښت فابريکې تړل شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱)

د افغانستان د متشبثينو د بورډ مشر حاجي اغا وايي، په کندهار ولايت کې د پُنبې څلوېښت فابريکې تړل شوي چې له کبله يې نږدې يولک کسان بې کاره شوي دي.

حاجي اغا زياتوي، دغه فابريکې وروسته له هغې وتړل شوې چې پاکستان ته د پُنبې په وارداتو بنديز ولګول شو.

نوموړی وايي، له تيرې يوې مياشتې راهيسې پاکستان د پُنبې سوداګرو موټرو ته اجازه نه ورکوي چې هغه هېواد ته واوړي په وينا يې هره ورځ يې له کبله سوداګرو ته له څلورو تر پنځه زره افغانيو زيان اوړي.

د حاجي اغا په خبره، د يادو فابريکو له تړلو سره په دغه ولايت کې شاوخوا یو لک هغه کسان بې کاره شوي چې په دغه فابريکو کې يې کارونه کول.

نوموړی وايي، څو ځلې يې ياده موضوع له حکومتي ادارو او اړونده مسوولينو سره شريکه کړې خو په اړه يې تر اوسه هيڅ اقدام نه دی شوی.

له تېرو څو میاشتو راهیسي په افغاني پنبې بار لسګونه موټر د پاکستان د تازه وضع شویو شرایطو له امله په سپین لوبدک کې درول شوي دي او هاخوا ته د اوښتو اجازه نه ورکول کېږي.

د افغانستان په بلخ، کندهار، هلمند، فراه او ځينو نورو ولايتونو کې پُنبه توليديږي چې دانه يې په هېواد کې مصرفېږي او خالص مالوچ يې له پروسس وروسته پاکستان او نورو هېوادونو ته وړل کېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close