کندهار: د ګډو ځواکونو عملياتو کې لس ملکيان وژل شوي، څلور ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۷)

د کندهار ولايت په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو د عملیاتو پر مهال له لسو زیاتو ملکي خلکو ته مرګ ژوبله او مالي زيانونه اوښتي دي.

ځايي سرچینې وايي، ګډو ځواکونو تيره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط د “لوړې شاوبې” په نوم سيمه کې عملیات کړي چې پر مهال يې لس تنه ملکيان وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.

ويل کېږي، په دغه عملیاتو کې د بهرنيو ځواکونو په ګډون د بهرنيانو جنګي الوتکو هم برخه لرله.

د یادې سيمې يو تن اوسېدونکي هجرت الله رسنيو ته ويلي، وژل شوي کسان ټول د انځرو د باغونو کاريګر و چې د هلمند او روزګان ولايت اوسېدونکي دي او يادې سيمې ته د مزدورۍ لپاره تللي و.

نوموړی وايي، عملياتي عسکرو د کليوالو دوه موټران، شل موټرسيکلې هم سوځولي او دوولس تنه کليوال يې له ځان سره د بنديانو په توګه وړي دي.

ځينو سرچينو په يادو عملياتو کې د وژل شويو کسانو شمير پنځه تنه ښودلی دی.

تر اوسه په دې اړه دولتي چارواکو او بهرنيو ځواکونو څه نه دي ويلي.

خو طالبان یاده پېښه تاييدوي وايي، په عملياتو کې مرګ ژوبله او مالي زيان عامو خلکو ته اوښتی او دا کړنه يې ستر جنايت بللی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close