کندهار: د ۳۰۰ میلیونو افغانیو په ارزښت“انار“ بهر ته صادر شوي

(کابل ټکی کام۱۳۹۷ لړم۱۵)

د کندهار ځایي چارواکي وایي، چې سږکال په دې ولایت کې د انارو حاصلات بې مخینې زیات و، چې له امله یې کروندګرو ته ښې لاسته راوړنې درلودې.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا رسنیو ته ویلي، په دې سربیره چې سږکال کندهار له سختې وچکالۍ سره مخ و، خوبیا هم ۱۸ زره ټنه انار بهر ته صادر شوي او دا لړۍ روانه ده.
نوموړی وایي، صادر شوي انار د شاوخوا ۴ میلیونه امريکايي ډالرو چې شاوخوا ٣٠٠ ميليونه افغانۍ ترې جوړیږي، په ارزښت وو.

نوموړي زیاته کړه، د صادر شویو انارو ډېره برخه یې پاکستان او نور بیا هند او متحده عربي اماراتو ته صادر شوي دي.

د دغه ولایت د کرنې رئیس سید حفیظ الله سیدي وایي ، سږ کال د کندهار  د انارو له باغونو څخه ۱۵۰ زره ټنه انار راټول شوي په داسې حال کې چې تېرکال د کندهار د انارو د باغونو حاصلات ۱۲۵ زره مټریک ټنه وه.
د کندهار خلک د انارو له زیاتوالي خوښي ښیي، خو وایي چې حکومت دې د بازار موندنې او د وچکالۍ د لمنځه وړلو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close