کندهار: شاولیکوټ کې لسګونو افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۴)

د کندهار ولایت ځایي امنیتي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ درنه نښته شوې.
سرچینې تائیدوي چې په پیښه کې دواړو خواوو ته تلفات اوښتي، خو کره شمیر یې نه دی معلوم.
بلخوا بیا طالبانو رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې تیره شپه یې دیادې ولسوالۍ اړوندد ‘چِنار‘ په سيمه کي د افغان عسکرو پر قرارګاه دسپکواودرنو وسلوپه مټ وسلوال بريدترسره کړی چې په پايله کې یې ۲۵ تنه امنیتي سرتیري وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
طالبانو دغه راز ویلي چې د بریدونو پر مهال یې د قرارګاه له یوه امنیتي برج پرته ټول بیس تر خپل کنترول لاندې راوستلی او ملګرو ته یې کوم زیان هم نه دی اوښتی.
د کندهار ځایي چارواکو رسماً په دې هکله کوم سپیناوی نه دی کړی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close