کندهار: طالبانو د دولتي ځواکونو له خوا د ولسي وګړو د وژلو په غچ کې دوه عسکر ژوندي نیولي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۸ فرید افغان)

راپورونه وایي چې نن سهار د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ اړوند دخوګیاڼو په کلي کې افغان ځواکونو په مخامخ ډزو کې ۲ کليوال ځای پرځای ووژل.
د سیمې د خلکو په وینا یاد کسان د سیمې عادي وګړي و او له طالبانو سره یې هیڅ کوم تړاو نه درلوده.
د سیمې خلک وایي؛ تر دې پیښې وروسته سملاسي طالبان یادې سیمې ته ورسیدل او له امنیتي ځواکونو سره یې جګړه پیل کړه.
طالبانو ویلي؛ د ولسي وګړو په غچ کې له راغلو عسکرو سره مخامخ جګړه کړې چې په نتیجه کې یې ۲ تنه عسکر لاس په لاس ونیول او نورو سیمه پریښوده.
طالبانو ویلي؛ له نیول شویو عسکرو څخه یې یو راکیټ اویوه کلکوف هم نیولي.
دا په کندهار کې په تیرو څو ورځ کې پنځمه پیښه شوه چې امنیتي ځواکونه یې په کې په لوی لاس ولسي خلک په نښه کوي.
تر دې وړاندې په میوند، شاولیکوټ او نوروسیمو کې همهاله پر ولسي خلکو بریدونه کړي و.

‏‎په یو بل خبر کې ویل شوي چې طالبانو دکندهار د خاکریز ولسوالۍ اړوند د باغ خلیل غونډۍ سیمه کي پر میشتو ځواکونو بریدونه کړي.
طالبانو په دې برید کې د ۲عسکرو د وژلو ادعا کړې او تر څنګ یې ویلي چې سیمې ته د راغلو کومکي عسکرو پر زغروالو ټانګونو یې هم چاودنې کړې چې مرګ ژوبله هم له ځانه سره لري.
دولتي چارواکو د دواړو پیښو په تړاو تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close