کندهار: طالبانو د غورک ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړ

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۲۹) زرغون خوږیاڼی

طالبانو کابل ټکی کام ته په یوه رالیږل شوي خبر کې ویلي، چې د کندهار ولایت د غورک ولسوالۍ یې په ټولیزه توګه نیولې ده.

ددغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد لیکلي، چې د غورک ولسوالۍ له ډير وخت راهیسې ددوی په محاصره کې وه، چې نن ماسپښین ترې پولیس، عسکر او اربکیان په داسې حال کې وتښتیدل چې پر سر یې چورلکې ګرځيدلې.

طالب ویاند زیاتوي چې د غورک ولسوالۍ او ورسره د قیکک قرارګاه په ټولیزه توګه ددوی په لاس کې ده او پکې میشت ټول عسکر او پولیس د میوند ولسوالۍ ته تښتیدلي دي، ددوی په وینا په ولسوالۍ او شاوخوا سیمو باندې ددوی توغ رپاند دی.

مجاهد وايي تښتیدونکي عکسر هم د طالبانو تر بریدونو لاندې راغلي او ۲ موټر او یوه شوبله یې ترې ویشتلي دي، چې په کې یو شمیر عسکرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي ویلي، شل ورځي وړاندي په همدې ولسوالۍ کې  ددښمن ۲ قرارګاوې او ۲ پوستې په ټولیزه  توګه  طالبانو ونیولې چې په کې ۵۵ عسکر وژل شوي وو  او ۴۳ میله  سپکه اودرنه وسله طالبانو ترې غنیمت کړې وه.

بلخوا د غورک ولسوال حاجي دارو خان ویلي، چې د غورک په ولسوالۍ کې امنیتي حالت یو څه خراب دی، دده په وینا د وسله والو ټول ګواښونه یې په شاتمبولي دي او وضعه ډيره جدي نه ده.

دارو خان وايي چې د غورک ولسوالۍ باندې د هلمند او ارزګان ولایتونو لویه لاره تیره شوې چې له یادو ولایتونو څخه طالبان ورغلي او دغلته یې په امنیتي پوستو او ولسوالۍ بریدونه پیل کړي دي، دده په وینا یاده ولسوالۍ ۵ قریې لري چې یواځې ۲ قریې د دولتي ځواکونو په لاس کې دي.

نوموړی زیاتوي، چې طالب وسله وال په پرمختللو وسلو سمبال دي او دغلته په لایزري او دوربین داره وسلو سره پولیس او عسکر په نښه کوي، چې تر ډیره ورته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

حاجي داروخان له حکومته غوښتي چې یادې ولسوالۍ ته کومکي قوه ورولیږي او که نه ولسوالۍ به د طالبانو لاسته ولویږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close