کندهار: طالبانو سره په جګړه کې ټپي شوی عسکر سره صلیب ته سپارل شوی

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۶) زرغون خوږیاڼی

د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جګړه کې ټپي شوی عسکر سره صلیب ته سپارل شوی دی.

طالبانو په یوه خپور شوي خبر کې ویلي، چې وړمه ورځ د کندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالي اړوند د کډو د سر پوستې باندې ددوی د ځواکونو لخوابرید وشو، په برید کې یې ۳ پولیس عسکر ژوندي ونیول، چې یو یې له هغوی ټپي شوی و، ددوی په وینا له لومړنۍ تداوۍ وروسته ټپي شوی عسکر د تمبکول په سیمه کې سره صلیب ته وسپار شو.

طالب ویاند قاري یو سف احمدي سره صلیب ته د سپارل شوي ټپي عسکر نوم عبدالرزاق یادوې، ددوی په وینا عبدالرزاق د نوراغا زوی او د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د سیداباد د کلي اوسیدونکی دی.

 قاري یوسف احمدي وايي، چې طالبانو تل له بندیانو سره انساني او اسلامي چلند کړی او نیول شوي عسکر یې په هر حالت کې خپلو کورنیو ته سپارلي دي، ددوی په وینا حکومتي عسکر بیا په بندیانو ظلم کوي او تر شهادته یې سپکاوی کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close