کندهار: طالبانو په نيش ولسوالۍ کې درې پوستې نيولي ۲۳ محلي پولیس(اربکیان) يې وژلي

(کابل ټکی کام لیندۍ۸) الماس خدرخیل

د کندهار ولايت د نيش ولسوالۍ اړوند د کوتل فاج په سيمه کې طالبانو د اربکيانو پر پوستو ډله ييز وسلوال بريدونه کړي دي.

د طالبانو وياند قاري یوسف احمدي  رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې طالبانو تېره شپه يوولس بجې د نيش ولسوالۍ د حاجي علم او شارک په کليو کې د اربکيانو پر پوستو د سپکو او درنو وسلو په مټ ډله ييز بريدونه پیل کړل، چې تر سهاره يې دوام وکړ  او په نتيجه کې يې د اربکيانو درې پوستې د طالبانو لاس ته ورغلې.

ښاغلی احمدي زياتوي، چې په ياده جګړه کې ۲۳ تنه اربکيان وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دی، نوموړی وايي چې د وژل شويو جسدونه لا هم د جګړې په ډګر پراته دي.

د نوموړي په وينا: (په پوستوکې له دښمن څخه ۱ رینجرموټر ، ۲ موټرسایکلونه ، ۳ ثقیلان ، ۲ راکټونه ، ۱۹ کلاشنکوفونه ، ۴ توپنګچې ، ۴ کوچنۍ مخابرې اوګڼ شمېر مرمۍ اونورمهمات غنیمت شوي او څلور موټرسایکلونه یې دبریدونوپر مهال سوځول شوي دي).

طالبانو، په ياده جګړه کې د خپلو دوو تنه سرتيرو د وژلو تر څنګ د درې نورو د ټپي کېدلو خبر هم ورکړی دی.

د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي ځواکونو تر څنګ د اربکيانو پوستې هم شتون لري او د ولسي خلکو په زورولو او عملياتو کې برخه اخلي، چې کله هم افغان چارواکي د يادو اربکيانو د تلفاتو په اړه رسنيو سره مالومات نه شريکوي، چې د دې پېښې په اړه هم ولايتي چارواکي چوپه خوله دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close