کندهار : غورک کې طالبانو یوه پوسته نيولې

(کابل ټکی کام : دوشنبه، لېندۍ ۱۶ مه، ۱۳۹۴ ل)

له کندهار ولایت غورک ولسوالۍ څخه په تازه ورکړل شوو راپورونو کې ويل شوي دي، چې ددغه ولایت په یاده  ولسوالۍ کې د دولت یوه پوسته طالبانو نېولې .

خبر ځای زیاتوي، چې دغه پوسته د ده سبزي په سیمه کې پرته وه، د شپې ۱۲ بجو باندې طالبانو له لوري وسلوال بريد تر سره شو ، چې دې سختې جګړې په نتيجه کې پوسته د طالبانو لاس ته ورغله .

طالبانو هم ددغې جګړې خبر ورکړی خو زیاتوي، چې ۱۴ تنه عسکر  يې وژلي او دوه تنه نور يې ژوندي نيولي دي .

دغه راز طالبانو ويلي دي، چې په دغه جګړه کې له سپکو اودرنو وسلو کار واخستل شو، له لږمقاومت وروسته پوسته ددوي تر ولکې لاندې راغله اوهمدارنګه طالبانو پوسته کې یو شمېر وسلې او مهات هم نيولي دي .

د یادونې وړ ده چې،  په هملندولایت کې هم طالبانو د ۳ پوستو د نيولو خبر ورکړی،  وايي چې د  دغه ولایت خانشین ولسوالۍ اړوند قلعه نو سیمه کې د پولیسو ۳ امنیتي پوستې د یوه وسلوال برید په پایله کې ددوي لاس ته ورغلي دي .

او همدارنګه  د یوه رینجر او یو فلډر موټرپه شمول  ۲۴ ميله سپکه او درنه سله او مهمات يې ولجه کړي دي .

طالبانو دغه راز ويلي دي چې د یو شمېر عسکرو جسدونه اوس هم د جګړې په ډګر کې پاتي دي او د دوي دوه تنه ملګري شهيدان شوي او دوه نور يې ژوبل دي .

سليم بريال

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close