کندهار ميوند ولسوالۍ کې د يوې شوبلې په شمول ۴ موټرتخريب شوی

(کابل ټکی کام : ليندۍ ۹ مه ۱۳۹۴ ل)

له کندهار ولایت نه مو خبر ترلاسه کړ، چې ددغې ولسوالۍ اړوند بند تيمور سیمه کې لشکرګاه ته په غځيدلي سړک د افغان پولیسو په کتار طالب وسلوالو بريد کړی چې مرګ او ژوبله يي اړولې .

خبرځای وايي چي بريد څو ساعته دوام وکړ او دواړو لوریو  سپکې او درنې وسلې وکارول شوې.

دغه راز خبر زیاتوي چې په دغه نښته کې یو کرولاموټر، یوه شوبله ، یو رینجرموټر  او یو کرینګ په بشپړ ډول ویجاړ شوي، چې دافغان پولیسو ته يې درنه مرګ او ژوبله اړولې او د ۳ تنو پولیسو جسدونه اوس هم د جګړې په ډګر کې پراته دي .

بدرالدين ځواک

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close