کندهار ولايتي شورا نوي والي ته د دندې پيلولو اجازه نه ورکوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۲۲)

ټاکل شوې وه چې پرون د شنبې په ورځ د کندهار لپاره نوی والي حيات الله حيات معرفي او خپله دنده پيل کړي خو يو شمير قومي مشرانو او د ولايتي شورا غړو د والي په توګه د هغه دندې پيلولو سره مخالفت ښودلی او اجازه نه ورکوي چې دنده پيل کړي.

د ولايتي شورا مشر سيد جان خاکريزوال او يو شمير قومونو مشرانو په شمول لسګونه کسانو پرون ماښام د کندهار ولايت ته داخل شول او هلته يې اعتراضيه خيمه ووهله.

د ولايتي شورا مشر خاکريزوال وايي، څو چې د ولايت د پيښې په اړه بشپړې څېړنې ونه شي، د نوي والي ټاکل کېدو په اړه د ده خوښه وانخيستل شي، دوی به نوي والي ته د دندې پيلولو اجازه ورنکړي.

حیات الله حیات تېره اوونۍ د اشرف غني په حکم  له ننګرهار څخه کندهار ته بدل او تمه وه چې د شنبې په ورځ خپله دنده پيل کړي خو ويل کېږي چې د معرفي کېدو غونډه يې چهارشنبې ته ځنډېدلې ده.

ولایتي شورا شورا او قومي مشران وايي،چې هيڅوک به نوی والي پر دوی په زور د والي په توګه تحميل نه کړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ تر دې دمه د قومي مشرانو او ولايتي شورا څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close