کندهار: يوه پوليس خپل شپږ عسکر ملګري له نشه کولو وروسته وژلي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۵)

د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې يوه پوليس د خپلې پوستې شپږ ملګري وژلي دي.

د ميوند ولسوالۍ سرچينې وايي، پېښه د يادې ولسوالۍ مربوط په ميراخور سيمه کې شوې ده.

ويل کېږي، یوه تن پوليس لومړی د خپلې پوستې ملګرو ته په خوړو کې زهر ورکړي او وروسته يې په ډزو ويشتلي دي.

په پېښه کې پنځه پوليس وژل شوي او يو تن ټپي دی.

د ميوند امنيتي مسوولين پېښه تاييدوي، په وينا يې چې بریدګر پوليس په تيښته بريالی شوی دی.

تر اوسه په دې اړه طالبانو څه نه دي ويلي، خو تر دې مخکې د ورته ډول بريدونو او پيښو مسئوليت طالبانو منلی او ويلي يې دي چې د دوی لسګونه کسان د افغان پوځ په لیکو کې ځای پرځای شوي او له موقع څخه په استفادې به په بهرنيو او دولتي ځواکونو بریدونه کوي.

شاوخوا يوه نيمه اوونۍ مخکې د طالبانو يوه نفوذي بریدګر د کندهار ولايت په مقام کې د دغه ولايت او د بهرنيانو په لوړپوړو چارواکو برید وکړ چې په ترڅ کې يې د کندهار امنيه قومندان، د امنيت رئيس او څو لوړپوړي چارواکي ووژل شو او د والي، د کندهار لپاره د امریکايي ځواکونو د قوماندان په ګډون څو تنه ټپيان شول.

له يادې پيښې څو وروځې وروسته د هرات په شينډنډ کې هم په يوه داخلي بريد کې يو امريکايي ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول چې مسئوليت يې طالبانو ومانه.

په وروستيو کې د داخلي بريدونو له ويرې د افغان او بهرنيو ځواکونو په ليدنو کتنو او ملاقاتونو بنديز لګېدلی چې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وينا له کبله يې د افغان او بهرنيو چارواکو څو ملاقاتونه هم ځنډېدلي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close