کندهار: يوه پوليس خپل پنځه ملګري وژلي- اووه يې ټپيان کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۶)

د کندهار ولايت څخه راپورونه وايي، چې د دغه ولايت په ارغستان ولسوالۍ کې يوه پوليس خپلو دولسو پوليسو ملګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ځايي سرچينې وايي، په بريد کې پنځه پوليس وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان دي.

پېښه د ارغستان ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

تر دې وړاندې هم پوليسو په ډزو خپل ملګري وژلي او ځانونه يې طالبانو ته رسولي دي.

د ورته ډول ډيری پېښو مسووليت طالبانو منلی چې په وينا يې د دولتي ځواکونو په ليکو کې نفوذي کسان لري او وخت ناوخت پر هغوی بريدونه کوي.

تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول ولايتي چارواکو څه نه دي ويلي.

خو ځايي امنيتي سرچينو پېښه تاييد کړې په وينا يې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه به وروسته کره معلومات له رسنيو سره شريک شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close