کندهار : يو اوونۍ وروسته بيا هم په درې ولسواليو کې ټاکنې نه کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۳)

د کندهار د ټانو کمېسيون وايي، چې دغه ولايت ته ټاکنيز توکي او بايوميټريک دسګاوې لېږل شوي او ټاکل شوې راتلونکې شنبه يې ټولو انتخاباتي مرکزونو ته وويشي.

د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون مشر نعمت الله وردګ وايي، په کندهار کې يې انتخاباتي کارمندانو ته په دوهم او درېيم وار هم د بايوميټريک ماشينونو زده کړه د دې لپاره ورکړې چې لکه د نورو ولايتونو په شان په دغه ولايت کې هم له یاد سستم سره د کارمندانو د نابلدتيا او خرابوالي ستونزې رامنځته نه شي.

د وردګ په وينا، د کندهار د معروف او نيش ولسواليو خلکو نوم ليکنه نه ده کړې او د سپين بولدک ولسوالۍ زيات مرکزونه به د امنيتي ګواښونو له کبله تړل شوي وي نو ځکه به په دغه ولسواليو کې انتخابات نه کېږي.

د کندهار په وروستۍ چاودنه کې د لوړپوړو امنيتي چارواکو له وژل کېدو وروسته په دغه ولايت کې ټاکنې د يوې اوونۍ لپاره وځنډول شوې.

خو د هېواد په پاتو ولايتونو کې د تلې مياشتې په (اته ويشتمه- نهه ويشتمه) دوه ورځې پارلماني ټاکنې وشوې چې پر مهال يې ډيری د کمېسيون کارکوونکي د ټاکنو په ورځ ټاکنيزو مرکزونو ته حاضر نه شول، په ټاکلي وخت د رايو مرکزونه بند پاتې و، په ډيری مرکزونو کې د رايو پاڼې کمې، بايوميټريک ماشينونه غير فعاله او د طالبانو بريدونه هغه څه و چې سلګونه انتخاباتي مرکزونه تړلي پاتې شول.

د ټاکنو شکاياتو کمېسيون وايي، د تيرو ټاکنو په دوو ورځو کې د انتخاباتو اړوند (اووه زره( شکايتونه ثبت شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close