کندهار: ځانګړو ځواکونو د ملکي خلکو جسدونه په اور سوځولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۳)

له کندهار څخه ورکړل شوی راپورونه وایي چې وړمه شپه د میوند ولسوالۍ اړوند د سره بغل او کانټېنربازار سيمو کې افغان او امریکایي ځواکونو د ولسي خلکو پر میشت ځایونو چاپه وهلې او د ګڼو ملکیانو تر وژلو وروسته یې د هغوی جسدونو ته اور اچولی.
خبر زیاتوي، افغان ځواکونو ۱۰ تنه ولسي خلک په مخامخ ډزو ووژل وروسته یې په سیمه کې بمبار وکړ او ګڼ کورونه یې ویجاړ کړل.
د پیښې عیني شاهدان وایي، ځانګړو ځواکونو پر دوو ولسي وګړو وروسته تر هغه پطرول توی او بیا یې په اور وسوځول ، کله یې چې هغوی د ګڼو ملکیانو په منځ کې ووژل.

ځایي خلک وایي؛ ګډوځواکونو ۴ کورونه دمنفجره موادوپه مټ ویجاړکړي ، دملکي خلکو ۸ دوکانونه یې لمړی چور بيا سوځولي ، همداراز یې دملکي خلکو ګڼ شمېر موټر او موټرسايکلان يې هم سوځولي دي.
دغه راز په دغه چاپه کې ۲۱ تنه کليوال چې سپين ږیري او ځوانان پکې دي له ځان سره  د بنديانو په توګه وړي دي.

طالبان وایي چې د ګډو عسکرو  تر دې وحشت وروسته یې سیمې ته وسلوال ځواکونه رسیدلي چې پر ګډو عسکرو یې ګڼ بریدونه او ۱۱ چاودنې ترسره کړې.
طالبان وايي ، “د بریدونو په پایله کې یې ددښمن ۴ ويګو موټر ويجاړ پر ځای پاته ګڼ مزدور عسکر مړه او ټپيان شوي“
طالبانو په مخامخ بریدونو کې د خپلو څلورو ملګرو د وژل کیدو پخلی هم کړی.
باید وویل شي چې امریکایانو او داخلي ملګرو یې په تیره یوه اونۍ کې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې تر ۲۲۰ ډیر ولسي خلک وژلي او لسګونه کورونه یې ویجاړ کړي دي.

افغان حکومت د تیر په څیر د دې پیښو په تړاو هم د غندنې کوم جسارت نه دی کړی

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close