کندهار: چارواکي د طالبانو د وژلو ادعا کوي خو طالبان يې ردوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۴) د کندهار د پوليسو وياند ضيا درانی وايي، تېره ورځ د شاوليکوټ ولسوالۍ د خواجه زو په سیمه پر طالبانو د قاطع ملاتړ هوايي ځواکونو بريدونه کړي او لسګونه کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د دراني په خبره، په بريد کې د طالبانو موټريز کاروان په نښه شوی چې د زابل ښاري صفا او د شاوليکوټ لپاره د طالبانو د ولسوالانو په ګډون پنځه دېرش وسله وال وژل شوي او پنځه لس نور ټپيان دي.

د کندهار امنيه قومندان جنرال رازق وايي، په دغه برید کې ملا عبدالباري او قومندان توریالی چې د طالبانو له لوري د ښاري صفا او شاوليکوټ مسئولین و وژل شوي.

له بله پلوه طالب وياند قاري يوسف احمدي د چارواکو ادعا رد کړې په خپله رسمي ټويټر پاڼه يې ليکلي، د  چارواکو یاده ادعا حقيقت نه لري او “بربنډ درواغ دي” زياتوي چې له يادو مسئولينو سره يې خبري شوي “چې هغوی جوړ او روغ دي، نه دوی ته نه هم کوم مجاهد ته زيان رسیدلی.”

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close