کندهار: چاودنې پلار او ځوی وژلي، او لور یې ټپي ده

کابل ټکی کام ۱۹غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
یوې خبري سرچینې کابل ټکي کام ته ویلي دي، چې د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ کې د سړک پر غاړه د ماین چاودنې له کبله د یوې کورنۍ درو غړو ته مرګ ژوبله اړوښتې.
د سرچینې له قوله، دغه پېښه پرون مازدیګر ناوخته د دغې ولسوالۍ په کلانکېچي سیمه کې رامنځته شوې ده.
د کندهار پولیسو هم یو شمېر رسنیو ته د دغې پېښې پخلی کړی دی، او ویلي یې دي، چې چاودنه پر پلار، ځوی او لور شوې ده.
پولیس وايي، د کورنۍ دغه درې غړي چې پلي روان وو، پلار او ځوی وژل شوي، او لور یې ټپي شوې ده.
پولیس زیاتوي، چې ټپي شوې نجلۍ یې روغتون ته وړې ده.