کندهار کې د ايډز ناروغۍ ۱۰۷ مثبتې پېښې ثبت شوي

په ۲۰۱۷م کال کې په ټول هېواد کې د اچ آی وي ۲۵۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۲۴) د کندهار د عامې روغتیا مسئولين وايي، په دغه ولايت کې د ايډز ناروغانو شمېره زياته شوې په وينا يې له ۲۰۱۰م کال راهيسې تر دې دمه په ايډز ناروغۍ د اخته کسانو ۱۰۷ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د عامې روغتيا رياست د ايډز ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې مسوول همايون رحماني وايي، په دغو کسانو کې شل تنه يې په ۲۰۱۷م کال کې په اډز اخته شوي، ټولې يوسل اووه مثبتې پېښې تثبيت شوي چې له ډلې يې يوولس مېرمنې، دوه نوي نارينه او څلور ماشومان دي.

د عامې روغتيا رياست، د دغې ناروغۍ په پراخېدو اندېښنه ښيي وايي چې له دوه زره لسم کال مخکې په دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر د اوسنۍ شمېرې نيمايي و، په يو ولايت کې د دومره کسانو په اډز اخته کېدل د اندېښنې وړ خبره ده.

ايډز يوه وژونکې ساري ناروغي ده چې په ډېره اسانۍ د يو انسان څخه بل انسان ته انتقالېدلی شي.

روغتيايي مسئولين وايي، د HIV ناروغي د پېچکاريو د ګډ استعمال، د نامشروع اړيکو له لارې او د مور څخه ماشوم ته انتقالېدلی شي.

د دوی په وينا، دغه ناروغي د (H-I-V) ويروس له لارې بدن ته داخليږي او د ناروغۍ په واردېدلو سره د بدن دفاعي سیسټم کمزوری کيږي او ناروغ د هر مرض پر وړاندې خپل مقاومت له لاسه ورکوي.

د کندهار يو شمېر اوسېدونکو د عامې روغتيا رياست څخه غوښتي چې د ايډز ناروغۍ د عامه پوهاوي لپاره دې ځانګړي پروګرامونه جوړ کړي، څو  د پراخوالي مخه يې ونيول شي.

افغانستان ته د بهرنيانو په راتګ سره دغه ناروغي په بيساري ډول زياته شوې ده، چې ستر لامل يې د نشه يي توکو زياتوالی، بيکاري، فحاشي او په روغتونونو کې د پاکوالي نه مراعتول دي.

د عامي روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۷م کال کې په ټول هېواد کې د اچ آی وي ۲۵۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې پنځه اويا سلنه يې نارينه او پنځويشت سلنه يې مېرمنې دي.

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close