کندهار کې د ملي اردو چورلکه نسکوره شوې، طالبان وايي د دوی په ډزو لوېدلې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۳)

د کندهار ولايت په معروف ولسوالۍ کې د ملي اردو اړوند چورلکه نسکوره شوې چې طالبان وايي دغه چورلکه د دوی په وسله وال بريد کې لوېدلې ده.

د کندهار او د دفاع وزارت چارواکي د چورلکې د لويدو او په پېښه کې د تلفاتو اوښتو په اړه بيلابيل معلومات ورکړي دي.

ځايي باوري سرچينې وايي، چې یاده چورلکه د ملي اردو اړوند اکمالاتي چورلکه ده چې شل تنه عسکر پکې سپاره و.

که څه هم د کندهار امنيه قومندان تادين خان وايي، دغه چورلکې د تخنيکي ستونزو له کبله بيړنۍ ناسته کړې او چاته پکې زيان نه دی اوښتی خو د دفاع وزار بيا وايي چې تلفات لري.

د دفاع وزارت وياند غفور احمد جاويد رسنيو ته ويلي، د چورلکې لويدو پېښه کې دوه تنه مړه شوي او دوه تنه نور ټپيان دي زياتوي چې د پيښې د څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي.

طالبانو د چورلکې د نسکوريدو مسؤليت منلی او وياند يې قاري يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي، چې ياده چورلکه د طالبانو په ډزو نسکوره شوې زياتوي ( ابتدايي معلومات ښيي چې په څرخکه کې له شلو ډير عسکر او د الوتکې عمله ټول له منځه تللي دي).

د يادونې ده، چې تر دې مخکې هم د ملي اردو اړوند چورلکې د طالبانو په بريدونو کې په نښه شوي او لويدلي دي.

شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې طالبانو د فراه په اناردره ولسوالۍ کې د پوځ اړوند يوه چورلکه په نښه کړه چې د ولايتي شورا د رئیس په شمول يو شمير ملکي او پوځي چارواکي پکې ووژل شول.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close