کندهار کې د ښځو پر وړاندې تاوترېخوالى بيا زيات شوی

کابل ټکی کام ۱۸غبرګولي/۱۳۹۵، انصار

څه موده وړاندې د نورو ولاياتو په څېر د کندهار ولايت څخه  د ښځو پر وړاندې د تاوترېخوالي راپورونه ورکول کېدل، خو د يو څه وخت په تېرېدو سره دا دى بيا له کندهاره د ښځو د تاوترېخوالي راپورونه ترلاسه شوي دي.

د کندهار د ښځو د چارو رئيسه رقيه وايي، چې د کال له پیله يعني د وري له مياشتې راپدېخوا يې د ښځو پر وړاندې د تاوترېخوالي ۵۵ دوسيې ثبت کړي دي، چې پکي ١٧د طلاق، دوه د وژنو، په کم عمر کې د ودونو او ښځو پر وړاندې د ناسم چلند دوسیې دي.

د هرات ولايت څخه وروسته کندهار دويم ولايت دی، چې په روان کال کې یې د ښځو پر وړاندې د تاوترېخوالي راپورونه ورکړل شوي دي.

وړاندې به دا ډول راپورونه د هرات او شمالي ولاياتو څخه ورکول کېدل، خو په کندهار کې د ښځو پر وړاندې د عامه پوهاوي د نشتوالي له کبله، دا ډول پېښې زیاتې شوي او ښځې یې په رواني ستونزو اخته کړي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close