کندهار کې پر بهرنيو ځواکونو د ماین چاودنه شوې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۷)

د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په ټانګ د ماین چاودنه شوې او بهرنيو عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه چاودنه نن سهار د يادې ولسوالۍ مربوط د (کلانتر سرایګز) سيمه کې هوايي ميدان ته څېرمه په بهرنيو ځواکونو ترسره شوې ده.

طالب وياند قاري يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکي: د چاودنې په ترڅ کې ټانګ په مکمله توګه ویجاړ شوی او پکې (سپاره اشغالګر عسکر ټول وژل شوي دي).

سيمه ييزې امنيتي سرچينې په بهرنيو ځواکونو د ماين چاودنه تاييدوي خو د اوښتو تلفاتو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

تيره ورځ په افغانستان کې د ناټو په مشر د قاطع ملاتړ ماموريت ويلي و چې په غزني کې يې د چاودنې په ترڅ کې درې امريکايي عسکر وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

ناټو وايي، د پرونۍ چاودنې په ټپيانو کې د امریکا د پوځ يو قراردادي هم شامل دی.

د یادونې وړ ده چې په روانه اوونۍ کې د لېندۍ پر دریمه د امریکا د پوځ یو بل غړی هم په افغانستان کې وژل شوی و.

د امریکا د رسمي شميرو له مخې، د افغانستان په تيره اوولس کلنه جګړه کې تر دې مهاله (دوه زره څلورسوه) امريکايي عسکر وژل شوي خو راپورونه او غير رسمي شميرې ښيي چې په هېواد کې د امریکايي عسکرو د وژل شوي تعداد له هغې څو چنده زيات دی چې امريکا رسنيو ته په ډاګه کړی دی.

په وروستيو کې د امريکايي او بهرنيو ځواکونو تلفات مخ پر زياتېدو دي چې د شنونکو په باور ښايي د امريکايي عسکرو دغه زياتېدونکي تلفات له افغانستانه د امريکايي عسکرو د ايستلو موضوع په متحده ايالاتو کې لاپسې ګرمه کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close