کندهار: ګډوځواکونو په شاولیکوت کې درۍ وروڼه او یو کلیوال ځای پرځای وژلي

د دې ترڅنګ دولتي ځواکونو د کلي ۱۰ اوسیدونکي هم له ځانه سره د بندیانو په توګه وړي. همدا راز په یاده چاپه کې افغان ځواکونو یو کاریز هم الوزولی او د کلیوالو ۸ موټرسایکلونه یې هم سوځولي دي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۶ فرید افغان)

راپورونه وایي چې افغان ځواکونو د شاولیکوټ په ولسوالۍ کې عملیات کړي چې یوځل بیا یې ټول زیان ولسي وګړو ته اوښتی.
سیمیزې سرچینې وایی؛ افغان ځواکونو په شپینۍ چاپه کې څلورتنه ولسي خلک وژلي.
د معلوماتو په اساس په دې برید کې ۳ وروڼه او یو بل کلیوال ځای پر ځای وژل شوي او مالي زیان هم ور اوښتی دی.
د سیمې خلک وایي؛ وژل شوي کسان عام وګړي و او له هیڅ وسلوالې ډلې سره یې اړیکې نه درلودې.

د دې ترڅنګ دولتي ځواکونو د کلي ۱۰ اوسیدونکي هم له ځانه سره د بندیانو په توګه وړي.
همدا راز په یاده چاپه کې افغان ځواکونو یو کاریز هم الوزولی او د کلیوالو ۸ موټرسایکلونه یې هم سوځولي دي

طالبانو پیښه یوجنایت بللی او زیاتوي چې حکومت یواځې د ولسي خلکو پرضد عملیات کړي.
دا په تیره یوه اونۍ کې ۵ برید ده چې افغان ځواکونه یې په قصدي توګه د ولسي وګړو پرضد ترسره کوي .
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د دې ولایت په میوند ولسوالي بند تیمور سیمه کې هم افغان ځواکونو ۶ ولسي وګړي ووژل.
تر هغه وړاندې په خوست او غزني کې د ولسي خلکو پرضد عملیات ترسره شول چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼو ولسي خلکو ته د سر دروند زیان واوښت.
دې پیښو د ولسي خلکو ګڼ غبرګونونه را وپارول چې د خوست خلکو د کمپیان د ځواکونو او د غزني اوسیدونکو د اربکیانو پرضد لوی لاریونونه ترسره کړل.

د حکومت له خوا د ولسي خلکو قصدي په نښه کولو له امله غزنویان زیات راپاریدلي او نن ۵ ورځ ده چې د کابل کندهار لار یې د ترافیکو پرمخ تړلې او دخپلو قاتلینو مجازات غواړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close