کندهار: ګډوځواکونو یو سپین ږیری وژلی او ۱۰ دکانونه یې نړولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۹)

تر پکتیکا وروسته په کندهار ولایت کې هم ګډوځواکونو پر ولسي خلکو چاپه وهلې، له دغه ولایت نه ورکړل شوي راپورونه وایي چې، افغان او امریکایي ځواکونو د خاکریز ولسوالۍ اړوند د “لام“ په سیمه کې د ولسي خلکو پر کورونو او یوه کوچني بازار چاپه او ولسي خلکو ته یې بیساري زیانونه ور اړولي.
خبر زیاتوي، افغان ځواکونو لومړی  په مخامخ ډزو یو سپین ږیری شهید کړی او یو شمیر نور یې سخت وهلي دي.
د سیمیزو سرچینو په وینا، ګډوځواکونو ۱۰دوکانونه او ۹عراده جات سوځولي او دغه راز یې ۳ سرایونه د منفجره توکو په مټ له منځه وړي دي.
د کندهار ځایي چارواکو تر اوسه پر دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.
دا پیښه داسې مهال رامنځته کیږي چې وړمه ورځ افغان او امریکایي چارواکو په ګډه د پکتیکا ولایت په نکه ولسوالۍ کې د یوې چاپې پر مهال ۷ تنه ملکي هیوادوال شهیدان او، ۵ تنه يې له ځانه سره د بندیانو په توګه یووړل ؛  دغه راز یې د بازار تر ۴۰ پورې د عامه خلکو دوکانونه، ۵ عرادې ډاډسن موټر او یو عراده لوی موټر تخریب او و سوځول.
د بشري حقوقو اداراتو او د ملي یووالي د حکومت مشرتابه په دې تړاو هیڅ کوم غبرګون نه دی ښوودلی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close