کندهار: ګډو ځواکونو دوه شپانه او دوه کلیوال وګړي وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۳۰)

له کندهاره ورکړل شوی راپورونه وایي چې د دغه ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې افغان او امریکایي ځواکونو پر ولسي خلکو ناتاره برید کړی دی.
سیمیزې سرچینې وایي، بریدونه د دغې ولسوالۍ اړوند د “دواو او کريانو“ په نامه دوو بیلابیلو سيمو کې شوي چې شپږو (۶) تنو ولسي کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.

عیني شاهدان وایي، افغان او امریکایي ځواکونو په دواړو سیمو کې بمبار او پر خلکو مخامخ ډزې کړې چې له امله یې ۴ تنه ولسي کسان شهیدان شوي دي.
د سیمې خلک وایي، د وژل شویو له ډلې دوه تنه د رمې چوپانان(شپانه) وو، چې سره وروڼه هم کیدل .

ګډوځواکونو په یاده پیښه کې دوه تنه نور ټپیان کړي او تر څنګ یې يو کور ۳ د کليوالو موټر او ۱۰ موټرسيکلان هم سوځولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په یاده ولسوالۍ کې تیره ورځ د ملي اردو ځواکونو ته هم مرګ اوښتې وه.
په همهاله توګه نن په لوګر کې ۲۰ تنه ولسي خلک، په لغمان کې درۍ میرمنې ،په غزني او ننګرهار کې نږدې لس ولسي کسان وژل شوي او په یو شمیر نورو ولایاتو کې د دولت پلوه ځواکونو له خوا ولسي خلک په مختلفو تورونو ځورول شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close