کندهار: یوه غلچکي برید دوو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام ۰۷سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د کندهار امینتي مسئولینو خبر ورکړی دی چې د دغه ولایت د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د یوه غلچکي برید په ترڅ کې دوو تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوړېدلې ده.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک رسنیو ته د یاد غلچکي برید په تأیید کې ویلي دی چې تېر ماخوستن شاوخوا ۷:۳۰بجې د دغه ولایت د څلورمې امنیتي حوزې اړوند مسجد قباء نومې سیمه کې یو غلچکي برید شوی دی چې له کبله یې یو پولیس وژل شوی او یو بل پولیس ټپي شوی دی.
خپلواک همدا شان زیاته کړه چې برید ګر د پېښې له ځای څخه په تېښته بریالي شوي دي.
لا تر دا مهاله پورې طالبانو یې په اړه څه نه دي ویلي.
د یادولو ده چې په دغه ولایت کې اکثره وخت د غلچکي بریدونو په ترڅ کې ډېری امنیتي چارواکي وژل کیږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close