کندوز، تخار او غزني کې ګڼو امنیتي پوستو سقوط کړی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۲۱)

راپورونه وایي چې طالبانو په یو شمیر ولایتونو کې یوځ بیا پرمختګونه کړي او له افغان ځواکونو څخه یې ګڼ امنیتي مراکز نیولي.
د کندوز د ولایتي شورا غړي وایي، چې تیره شپه د دې ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ اړوند پل مومن سیمه کې ګڼ شمیر پوستې د طالبانو لاسته لویدلې او ۳۲ عسکر وژل شوي.
خبر زیاتوي؛ طالبانو د امنیتي ځواکونو ګڼ تجهیزات او وسلې هم له ځانه سره وړې.
طالبانو د خبر د پخلي ترڅنګ ویلي، چې په دې برید کې یې یوه قرارګاه او ۱۱ پوستې نیولې او ۷۲ عسکر یې وژلي.

په یو بل خبر کې ویل شوي چې طالبانو د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي اردو ۲۹ ځواکونه وژلي او ۱۷ نور ټپیان دي.
د ولایت ویاند خلیل اسیر طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په هکله څه نه وایي خو زیاتوي چې طالبانو په دې برید کې په زیاته پیمانه وسلې او مهمات تر لاسه کړي.

په ورته وخت کې د غزني چارواکي وایي چې طالبانو د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ ته پر ورغلې لویه لاره د قرباغ اړوند سیمو کې ۱۰ امنیتي پوستې نیولې.
د غزني د ولایتي شورا غړی خالقداد اکبري وایي، پوستو د کومک د نه رسیدلو له امله سقوط کړی .
د قره باغ ولسوال صاحب خان اکبري هم د دې خبر پخلی کړی.
د غزني امنیتي چارواکي وایي؛ د تېرو څو اونیو په ترڅ کې د طالبانو په بریدونو کې ۵۰۰ امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.

طالبانو د تخار او غزني په تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close