کندوز:د ملکي تلفاتو تر اړولو وروسته ۲ امریکایي او ۱۹ کمانډو ځواکونه وژل شوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۲۴)

څو ورځې وړاندې افغان او امریکایي ځواکونو د کندوز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ په نهرصوفي، شیخانو، خرکارانو، لغمانیو، زاخیلو، غونډۍ، حضرتانو او د میاګانو په نومونو کلیو باندې پراخ عملیات وکړل چې تیره ورځ پای ته ورسیدل.
د کندوز د ولایت مقام له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په دې عملیاتو کې یې تر ۴۰ ډیر وسلوال طالبان وژلي او۳۵ بیلابیل ماینونه یې کشف او له منځ وړي، خو د سیمې خلک بیا دا ادعا نه مني او زیاتوي چې ګډوځواکونو د عملیاتو له پیل سره سم پر ولسي اهدافو بریدونه پیل کړل چې د لسګونه کورونو، باغونو او جوماتونو په ګډون یې ګڼ شمیر دکانونه او نور عامه ځایونه بمبار یا هم په ډیسي توپونو او انفجاراتو له منځه یوړل.
د دې تر څنګ ګڼ شمیر مواشي او د خلکو قیمتي مالونه یې هم له ځانه سره وړي دي.
ځایي خلک وایي، د ګډو ځواکونو د عملیاتو پرمهال طالبان په سیمه کې نه و، خو کله چې ولسونو ته زیانونه واوښتل د هغوی ځانګړې قطعې هم سیمې ته ورسیدې او له راغلو کمانډویانو او امریکایي ځواکونو سره یې مخامخ جګړه پیل کړه.
ځایي خلکو رسنیو ته وویل، جګړه کې دواړو لورو ته تلفات اوښتي خو د دقیقو ارقامو په اړه یې ناخبري وښووده.

طالبانو په یوه اعلامیه کې د پیښې پخلی کړی او ویلي یې دي؛ چې په بیلابیلو بریدونو، کمینونو او انفجاراتو کې یې ۲ تنه امریکايي عسکر او ۱۹ تنه کورني کمانډويي عسکر وژلي او ۱ امریکايي، ۶ کمانډو او ۲ تنه اربکیان ټپيان شوي دي.

د طالبانو خبرپاڼه زیاتوي “له درنو تلفاتو لیدو وروسته تیره شپه ټول امریکايي او داخلي عسکر له تیارې څخه په استفاده وتښتېدل او خورا ډير وحشتونه يې تر شا پريښودل“
دغه راز طالبانو د خپلو دو ملګرو د وژل کیدو او ۴ د ټپي کیدو خبر هم ورکړی.
امریکایي او افغان ځواکونه دا عملیات داسې مهال ترسره کوي چې دوه ورځې وړاندې یې په پکتیا او ننګرهار کې ۴۵ ولسي وګړي ووژل او ګڼ شمیر نور یې ټپیان کړل.

د یادونې وړ ده چې دا په تیرو دریو ورځو کې دریمه ډله امریکایان دي چې په نښه کیږي،  تر دې وړاندې په زرمت کې د یوه قوماندان په ګډون څو تنه امریکایي عسکر ووژل شول ، همداراز  په ننګرهار کې هم  د یوه څوارلس کلن تنکي ځوان په ډزو څو تنو امریکایانو ته مرګ ژوبله واوښته چې وروسته بیا نوموړی د افغان ځواکونو په ډزو ووژل شو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close