کندوز اوسېدونکي: د نا مسئوله وسله والو له شتون څخه تنګ شوي يو

(کابل ټکی کام۱۳۹۵ لیندۍ ۲۸) الماس خدرخیل

د کندوز ولايت د خان اباد ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې په دغه ولسوالۍ کې د نا مسؤله وسلوالو شتون څخه تنګ شوي يو دغه ولسوالۍ يې له امنيتي ګواښ سره مخ کړې ده.

د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي رحمت الله کابل ټکی کام ته وويل، چې په دې ولسوالۍ کې هره اونۍ له درې تر څلورو پورې د نا مسؤله وسلوالو له خوا قتلونه ترسره کېږي.

نوموړی زياتوي، چې دوه ورځې وړاندې هم د يادې ولسوالۍ په شوراب بند سيمه کې کې يو ۱۷ کلن ځوان په ډزو سره ووژل شو.

بل پلو د خان اباد ولسوالۍ اجرائيه مدير قدرت الله صافی دا پېښه تائيدوي او وايي، چې دغه هلک د رقيب په نوم د يو کس له خوا چې د غير مسؤوله وسلوالو قومندان قدير ورو دی ویشتل شوی دی.

ښاغلی صافی وايي، چې نا مسؤوله وسلوالو په دغه ولسوالۍ کې امنيت له ګواښ سره مخ کړی دی، دا زياتوي، چې د دې ولسوالۍ امنيت ډېر خراب دی او ټول خلک په ويره کې ژوند کوي.

هغه همداراز زياته کړه، چې داسې اونۍ نه شته چې درې يا څلور قتلونه دې پکې ترسره نه شي.

صافی وايي، چې د دوی له لوري د هر قتل او جنايت راپور د کندوز چارواکو ته ورکوي خو په اړه کوم جدي اقدام نه ترسره کېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close