کندوز: بهرنيو ځواکونو د عامه نظم درې پوستې بمبار کړي- پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۶)

د راپورونو وړمه شپه بهرنيو ځواکونو د کندوز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د عامه نظم په درې پوستو هوايي بريدونه کړي دي.

يوې امنيتي سرچينې رسنيو ته ويلي، وړمه شپه کومانډو ځواکونه د دشت ارچي بازار ته نږدې د عملياتو په موخه راټول شوي و چې پر هغوی له ډزو وروسته يادو ځواکونو بهرنيانو ته احوال ورکړی و چې سيمه بمبار کړي.

سرچينه زياتوي، بهرني هوايي ځواک په سيمه کې د عامه نظم درې پوستې بمبار کړي چې عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سرچينې په وينا، په يادو پوستو کې پنځه څلوېښت عسکر ميشت و، چې هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوښتې، خو زياتوي ډیری يې د طالبانو د بريدونو له ډاره له خپلو پوستو وتلي و، په پوستو کې شته تجهيزات او وسايل له منځه تللي.

په عين حال کې په شمال کې زون کې د کومانډو ځواکونو وياند سليم جاوېد وايي، په سيمه کې د کومانډو او عامه نظم پوليسو تر منځ نښته هم شوې چې د عامه نظم يو عسکر وژل شوی او يو بل ټپي دی.

که څه هم نوموړی په سيمه کې د عامه نظم پر پوليسو بمبار نه مني خو ځايي امنيتي سرچينو تاييد کړې چې د بهرنيانو په بمبار کې پوستې تر هدف لاندې نيول شوي او هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر اوسه په افغانستان کې میشت بهرنيو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې هم د بهرنيو ځواکونو اړوند الوتکو د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ کې د عامو خلکو پر درې کورونو بمبارۍ وکړې چې په ترڅ کې يې له شلو زيات ملکيان ووژل شول.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close