کندوز خلک: محلي پوليس پر لويه لاره خلک زوروي او وسله والې غلاوې کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۷)

د کندوز ولايت اوسېدونکي وايي، په لويه لاره د اربکيانو او وسله والو غلو له لوري لوټل کېږي چې سیمه ييز امنيتي مسوولین هم د دغه لارې د امنیت په ټنګښت کې پاتې راغلي.

د کندوز يوه اوسېدونکي عبدالجليل رسنيو ته ويلي، وسله وال غله د دشت ارچي د لويې لارې موټر چلوونکي د وسلو په زور لوټي زياتوي له خلکو نغدې پيسې، مبايلونه اخلي په خبره يې دا کار بل څوک نه کوي او د دې لارې پر سر چې څومره غلاګانې کېږي ټولې اربکيان کوي.

د دشت ارچي یو بل اوسېدونکی سید رحمان بيا وايي، نن سهار هم د کفترخانې په سيمه کې وسله وال غله ولاړ و چې ډير موټرونه يې درولي و او له خلکو يې مالونه لوټ کول  په وينا يې له یادې ستونزې سره له ډيره وخته لاس او ګريوان دي.

د دشت ارچي ولسوالۍ ګڼ شمېر خلک وايي چې وسله‌وال غله له خلکو نغدې روپۍ، قیمتي توکي او ګرځنده ټيلیفونونه اخلي او که څوک سرغړونه وکړي، نو وهل ټکول هم په‌کې شته او له مېرمنو څخه د سرو زرو د لاس کرې، ګوتې او ګاڼې هم خلاصوي.

د دشت ارچي پر لاره موټرچلوونکي هم وايي، چې هره ورځ دغه لارې ته غله راووځي له خلکو څخه په زور پيسې اخلي او لوټي يې.

په عين حال کې د دشت ارچي ولسوال نصرالدين هم یاده ستونزه مني وايي د دغه لارې د امنيت په موخه به په نږدې وخت کې عمليات وشي.

دا لومړی ځل نه دی چې عام خلک د اربکيانو او سيمه ييزو پوليسو د غلاوو، ناوړه چلند او زور زياتي څخه شکايت کوي بلکې تر دې مخکې هم اربکيانو د هېواد په بېلابيلو سيمو کې ورته ډول غلاوې کړي او عام خلک يې زورولي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close