کندوز: د بادامو حاصلات څلوېښت سلنه زيات شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۲)

د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست وايي روان ۲۰۱۸میلادي کال کې د بادامو په حاصلاتو کې څلوېښت زلنه زياتوالی راغلی دی.

د دغه رياست د کرنيزو چارو مسوول عبدالمجيد حافظ وايي، سږ کال ځکه بادامو زيات حاصلات ورکړي چې باغ لروونکو سره د اصلاح شويو نيالګيو ترڅنګ نورې هراړخيزې مرستې شوي دي.

په عین حال کې د بادامو باغ لرونکي وايي، په وروستيو کې د کرنيزو چارو يو شمير پوهانو له هغوی سره خپلې تجربې شريکې کړي چې له امله يې د بادامو په حاصلاتو کې زياتوالی راغلی دی.

کندوز يو له هغه ولايتونو څخه دی چې بزګران يې تر ډيره د نورو کرنيز حاصلاتو تر څنګ له بادامو هم خپل محصول ترلاسه کوي او هر کال په ټنونو بادام نورو ولايتونو او بهرنيو هېوادونو ته صادروي.

د دغه ولايت د بادامو ډيری باغونه په چهاردرې، امام صاحب، قلعه زال، دشت ارچي، علي اباد او خان اباد ولسواليو کې دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close