کندوز: د شپنيو عملياتو پر مهال دوه امریکايي عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۶)

تيره شپه د کندز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو له خوا عملیات شوي چې د طالبانو په وينا يې عملياتي عسکرو د دوی تر بریدونو لاندې راغلي دي.

که څه هم  طالبانو او ځايي سرچينو د  ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د درې ملکيانو د وژل کيدو، څلورو نورو د ټپي کيدو خبر ورکړی خو طالبان وايي چې له یادو عسکرو سره يې نښته هم کړې چې بهرنيو او کومانډو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه په دغه جګړه کې د دو امریکايي او يو کومانډو عسکر د وژل کيدو خبر ورکړی زياتوي:  ” تیره شپه د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ خلازیي سیمه کې په هغو امریکایي اشغالګرو او غلامانو چې سیمې ته د چاپې په موخه راغلل، حمله شوې. ۲ امریکایي اشغالګر عسکر او یو داخلي کمانډو عسکر وژل شوي، ګڼ نور ټپیان شوي دي.”

په شپنيو عملياتو کې ډيری وخت له کومانډو او ځانګړو ځواکونو سره بهرني او په ځانګړي ډول امريکايي عسکر هم برخه اخلي.

دا چې په وروستيو کې طالبانو هم پرمختللې وسلې او د شپې دوربينونو ته لاس رسی پيدا کړی نو ډيری مهال د شپنيو عملياتو مقابله کوي چې ګډو ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله اوړي خو بهرنيان خپل تلفات د پاليسۍ له مخې پټ ساتي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close