کندوز: د طالبانو په برید کې نږدې شلو اربکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۸)

د کندوز ولایت ځایي چارواکی وایي چې طالبانو تیره شپه دکندز ولایت قلعه زال ولسوالۍ افغان مزار او اختیپه سیمو کې د ملي اردو پر پوستو بریدونه کړي، چې مرګ ژوبله هم له ځانه سره لري.
د دې ولایت د ولایتي شورا غړی اسدالله سادات وایي، د اختیپې په سیمه کې د قلعه زال د امنیې قوماندان د مرستیال په ګډون ۴ د ملي اردو سرتیري وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
سادات ویلي، طالبانو په پوسته کې ټول نظامي توکي له ځانه سره وړي.
طالبانو بیا خبر ورکړی چې په یاده سیمه کې یې یوه دفاعي پوسته نیولې او د امنیه قومندانۍ د اداري معاون په شمول یې ۱۵ عسکر وژلي او ۳ نور ټپیان دي.
طالبانو دغه راز ویلي چې د اختیپې په سیمه کې یې پره یوه بله پوسته هم برید کړی او د ۳ اربکیانو د وژل کیدو او د ۵ نورو د ټپي کیدو خبر یې ورکړی دی.
طالبانو په یادو نښتو کې د خپلو دو ملګرو د ژوبلیدو پخلی هم کړی دی

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close