کندوز: د پنځه ويشت ميلیون ډالره په ارزښت د اوبو او برېښنا بند جوړېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۳)

د ارګ چارواکي وايي، چې د يوې هندي کمپنۍ او د انرژۍ او اوبو وزارت د مسوولينو تر منځ د کندوز په خان اباد کې د دویم بند جوړېدلو تړون لاسليک شو.

د ارګ له لوري په خپره شوې اعلاميه کې ویل شوي دغه تړون د انرژۍ او اوبو سرپرست محمد ګل خولمي او د لینکو انفراټيک شرکت د استازي احمد فرزاد تر منځ لاسليک شوی دی.

د دغه بند پر جوړېدلو به (پنځه ويشت ميليون ډالره) لګښت راشي او درې کلونو کې به يې کار بشپړ شي.

د ارګ اعلاميه کې راغلي: د اوبو لګولو او د دویم خان اباد د برېښنا تولید پروژه د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې موقعیت لري، موخه یې د خان اباد ولسوالۍ د اوبولګولو د سیستم انکشاف او د برېښنا تولید دی.

د مسوولينو په وينا، دغه بند به لس اعشاريه څلور ميګا واټه برېښنا توليدولو ظرفيت ولري، چې د کندوز اتلس زره کورنۍ به ورځينې ګټه واخلي او شاوخوا (اووه څلوېښت زره) هکتاره کرنیزه ځمکه به هم خړوبوي.

د کندوز په خان اباد کې دا دوهم بند دی چې لومړی بند يې يواځې د دوه ميګا واټه برېښنا د توليدولو توان لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close