کندوز: د ګډو ځواکونو په بمبارۍ کې نږدې شل ملکي وګړي وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۸) د کندوز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو د هوايي بريدونو په ترڅ کې نږدې شل ملکيان وژل شوي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، جنګي الوتکو د يادې ولسوالۍ مربوط د الکوزو په کلي کې د عامو خلکو پر کورونو درنه بمباري کړې چې په وينا يې د يوې کورنۍ ديارلس کسان وژل شوي دي.

ځايي خبري سرچينې وايي، د هوايي بریدونو له کبله درې کورونو په مکمله توګه ويجاړ شوي او نږدې شل کسان پکې وژل شوي دي.

کابل نيوز ته يې ځايي سرچينو ويلي، په دغو بريدونو تر شلو زيات ملکيان وژل شوي او ګڼ شمير نور ټپيان دي.

دا په نږدې وخت دوهم ستر هوايي بريد دی چې په کندوز کې په ملکي خلکو ترسره کيږي، څو مياشتې مخکې هم د دفاع وزارت اړوند الوتکو په دشت ارچي کې پر يوې دستاربندۍ هوايي بريدونه وکړل چې پر مهال يې له سلو زيات ماشومان، سپينګيږي او ځوانان ووژل شول.

په وروستيو کې د ګډو ځواکونو په هوايي بريدونو کې تر ډيره ملکي وګړي او ولسي ميشت ځايونه په نښه کېږي چې زياته مرګ ژوبله يې هم ملکي وګړو ته رسېږي خو حکومتي چارواکي يې په اړه چوپه خوله دي.

په روانه مياشت کې په لوګر او ننګرهار کې په پرلپسې ډول څو ځلې په شپنيو عملياتو او هوايي بريدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله ورسېده خو د ځايي اوسېدونکو په وينا حکومت يې يواځې د پلاوي د ټاکلو وعدې کړي او د بمبارۍ په اړه يې هيڅ ډول څېړنې نه دي کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close