کندوز: طالبانو دکندز- تخار اوکندز-بغلان لویې لارې تړلې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۷)

راپورونه وایي، چې طالبانو د ټاکنو په خاطر په زیاتره ولایتونو کې لویې مواصلاتي لارې د ترافیکو پر مخ تړلې.
خبر زیاتوي، طالبانو د کندزـ تخار، کندزـ خان اباد ، کندزـ دشت ارچی اوامام صاحب لارې تړلې دي.
دغه راز یې د کندوز ـ بغلان د لویې لارې کنترول هم په خپل لاس کې اخیستی  او خلکو ته یې خبرداری ورکړی چې باید په راتلونکو ټاکنو کې چې برخه وانخلي.
طالبان وایي، دغه انتخاباتي اسلامي او افغاني رنګ نه لري او برخلیک به یې هم بهرنیان ټاکي .
طالبانو نن په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې،  د کندز مرکز کټه خیلو پوسته یې نیولې او ۲۰ تنه امنیتي منسوبین یې په کې وژلي او ۲۹ نور ټپیان دي .

د کندوز امنیتي چارواکي وایي، د لارې د خلاصون هڅه یې کړې خو تر اوسه نه دي بریالي شوي.
طالبانو ویلي چې نه غواړې عام اولس ته کوم زیان ورسیږي او له عامو هیوادوالو او د ښارونو له اوسیدونکو یې په خصوصي ډول غوښتي چې په ټاکنو کې له ګډون او رایې اچولو څخه ځان لرې وساتي

طالبان ټینګار کړی ؛ لکه څنګه چې پخواني انتخابات بالاخره د امریکایي ګټو لپاره استخدام شول او وروستۍ پریکړې یې د امریکا په سفارت کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري لخوا وشوې، د دې تش په نامه انتخاباتو په اړه هم یقین دا دی چې له پیله تر پایه یوه امریکایي پروسه ده، ځکه عام افغانان په دې پروسه هیڅ باور نلري او نه هم په کې ګډون ته دلچسپي لري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close