کندوز: طالبانو د تاجکستان سره د سرحدي سیمو کنترول په لاس کې واخیست

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۴)

له کندوز څخه ورکړل شوي راپورونه وایي، چې طالبانو په سرحدي ولسوالۍ قلعه زال کې د دولتي ځواکونو پر پوستو او پوځي قرارګاوو قوي بریدونه کړي، چې له امله یې ګڼ شمیر ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو سربیره، ځینې پرمختګونه هم کړي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند ادعا کوي چې په قلعه زال ولسوالۍ کې یې د طالبانو پر مواضعو بریدونه کې او څو تنه یې ځای پر ځای وژلي، خو سیمیزې امنیتي سرچینې بیا د خبر د تردید ترڅنګ د ګڼ شمیر پولیسو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

طالبان وایي، په دې عملیاتو کې یې تر دې مهاله د “کولخ باغیچی، خشتیپی اوبغرکول“ لویي سیمې نیولې او د ۳ تنو قومندانانو “ اغامراد، خیري او خیر دیش“ په ګډون یې ۱۷ تنه د ملي اردو،اربکیانو او پولیسو ځواکونه وژلي ،ګڼ  نور ټپیان دي.

طالبان وایي، په نیول شویو سیمو کې یې تصفیوي عملیات پیل کړي او زیاته کړې یې ده، چې د دې سیمو په نیولو سره یې ځواکونه د تاجکستان او ازبکستان هیوادونو امو سیند سرحدي پولې سره وصل شوي دي.
دغه راز د دې ولسوالۍ بلې خوا ته د بلخ، کالدار ولسوالي پرته ده چې حیرتان بندر پکې واقع دی.

په یوه بل خبر کې ویل شوي، چې طالبانو د دایکندي ولایت د کجران ولایت اړوند د “پدګګ“ په سیمه کې دمحلي پولیسو پر پوستو بریدونه کړي.
د دې ولایت چارواکي وایي، د طالبانو په برید کې ۱۳ پولیس وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close