کندوز: طالبانو د پوليسو کنډک نيولی- پنځلس عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۹)

د کندزو ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې طالبانو د پوليسو پر کنډک بريد کړی چې د ځايي راپورونو پر بنسټ پنځلس پوليس پکې وژل شوي دي.

د کندوز د پامير د شلمې فرقې وياند وايي، په دغه بريد کې څلور پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

خو د ولايتي شورا غړی سيد اسدالله سادات وايي، د قلعه زال ولسوالۍ پر کنډک د طالبانو د بريد پر مهال پنځلس سرحدي پوليس وژل شوي او ديارلس تنه نور ټپيان دي.

د سادات په وينا، په کنډک کې د سرتيرو ټوله وسله، مهمات او نظامي توکي طالبانو له ځان سره وړي دي.

طالبانو د بريد مسئوليت منلی رسنيو ته يې په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د يادې ولسوالۍ مربوط په چهارچوب سيمه کې يې د پوليسو مهم کنډک نيولی چې په ترڅ کې يې پنځه ويشت پوليس وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان دي.

خبرپاڼه زياتوي، د جګړې په پایله کې يو ټانګ او په زياته اندازه سپکه او درنه وسله، مهمات او نور جنګي توکي د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د جګړې پر مهال يو طالب وژل شوی او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي او د دغه ولايت د پوليسو وياند انعام الدين رحماني هم د طالبانو برید تاييد کړی خو پکې پوليسو ته د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه يې له معلوماتو ورکولو ډډه کړې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close