کندوز: طالبانو یو کنډک نیولی او ګڼو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې

 

(کابل ټکی کام۱۳۹۷ وږی ۱۹)

د کندوز ځایی چارواکی وایي، تیره شپه د سختو نښتو له امله د دشت ارچي ولسوالۍ په مربوطاتو کې لسګونو امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله اوښتې.
د یاد ولایت د ولایتي شورا غړي صفی الله امیري نن دوشنبه رسنیو ته ویلي؛ تېره شپه د ارچي ولسوالۍ د بندر سیمه کې طالبانو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې په پایله کې یې د دوو قوماندانانو په ګډون د عامه نظم ۱۵ سرتېري او ۵ سیمه ییز پولیس ووژل شول.
نوموړی وایي، په دې برید کې ۱۵ امنیتي سرتيري ټپیان شوي او طالبانو د سیمه ییزو پولیسو یو عسکر او یو زرهي ټانک له ځان سره وړي دي.
طالبانو د پیښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې، په دې برید کې یې یو بشپړ کنډک او یوه پوسته نیول او شاوخوا ۴۶ تنه عسکر، پولیس او اربکیان یې وژلي، ۱۳ تنه ټپيان دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو نن دوه ولسوالۍ (دایمیرداد، او خُمآب) او لسګونه پوستې نیولې چې شاوخوا ۲۲ ټانګونه او خورا زیاته سپکه او درنه وسله یې لاس ته ورغلې.
به ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت هم سلګونو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې چې په وینا یې ټول بریدونه یې د غوڅ ملاتړ ماموریت په همکاري ترسره کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close