کندوز ولايتي شورا: ډیری ولسي خلک خپلې حقوقي قضيې طالبانو ته راجع کوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۲) الماس خدرخیل

د کندوز ولايتي شورا وايي، چې د دغه ولايت په زیاتره سيمو کې ولسي خلک د خپلو حقوقي او نورو دعوو د حل لپاره د وسلوالو طالبانو قضايي او عدلي کمېسونونو ته مراجعه کوي.

د ولايتي شورا وکيلان وايي،چې د دې ولايت ډيری اوسېدونکي شکايت کوي، چې په دولتي ادارو کې د فساد له امله د دوی حقوقي ستونزې نه حل کېږي، نو ځکه خلک طالبانو ته ورځي.

د کندز د ولایتي شورا رئیس امرالدین ولي په دې اړه ازادي راډیو سره په خبرو کې وويل: ((یوه اندازه ټولنیزې ستونزې چې د خلکو ترمنځ دي، نو خلک د خپلو د عو د حل او فصل په هدف وسله‌والو طالبانو ته ورځي، په دې دلیل چې د کندز په ډېرو سیمو کې وسله‌وال طالبان فعاله حضور لري)).

د ولايتي شورا يو بل غړی غلام رباني هم مني او وايي، چې د نوموړي ولايت د کليو ډيری خلک د قضيو د حل لپاره د طالبانو عدليې او قضايي کمېسونونو ته مراجعه کوي.

په ورته وخت کې د مدني ټولنې يو تن فعال بشير احمد بيا وايي، چې د هغو خلکو حقوقي موضوعات او دعوې چې په دولتي ادارو کې ډېر ژر نه حل کېږي او په وخت سره ورته توجه نه کېږي، نو په همدې خاطر خلک د طالبانو ته مراجعه کوي، ځکه طالبان په وخت سره د خلکو ستونزې حل او فصل کوي.

د خان اباد ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی چې په طالبانو يې خپله دعوه حل کړې ده وايي: ((زما د خپل تره زامنو سره د ځمکې پر سره دعوه وه، خو په دولتي ادارو کې ډېر وګرځېدم او سرګردان شوم، خو زما غږ چا وانه ورېده، نو بالاخره د طالبانو کمېسیون ته مې مراجعه وکړه او طالبانو زما د تره زامن یې راوغوښتل او زموږ دعوه یې ډېر ژر حل کړه، ځکه موږ د طالبانو د سېورې لاندې ژوند کاوه)).

بل پلو د کندوز والي عمرخيل وويل، چې دوی داسې راپور نه لري چې خلکو دې طالبانو ته دعوې او قضيې وروړي وي.

خو د مدني ټولنو د فعالانو په وينا د ياد ولايت په زياتره برخه د طالبانو حاکميت دی او خلک خپلې فيصلې د عدل او انصاف او ژر حل و فصل کېدو له امله د طالبانو عدلي او قضايي محکمو ته مراجعه کوي.

بايد وويل شي، چې وسلوال طالبان د افغانستان په ټولو ولايتونو کې خپل عدلي او قضايي محکمې او کمېسونونه لري، چې د هېوادوالو دعوې او حقوقي فيصلې د اسلامي شريعت له مخې حل کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close