کندوز چارواکي: طالبانو امام صاحب کې پوستې نيولي، جګړه روانه ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۶) طالبانو تېره شپه د کندوز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې په دولتي پوستو بريدونه کړي او پوليسو ته د مرګ ژوبلې اړولو سربيره يې څو پوستې نيولي، چارواکي وايي جګړه لا هم روانه ده.

د کندوز د ولايتي شورا رئيس محمد يوسف ايوبي وايي، طالبانو د يادې ولسوالۍ مربوط د جوی بیګم، کنجک او قرغز سيمو کې ځينې پوستې نيولي او عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د ایوبي په خبره، لا هم په سيمه کې جګړه روانه ده او څو نورې پوستې د سقوط له ګواښ سره مخ دي.

د کندوز ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د بريد د تاييد سربيره ويلي، لا هم نښتې دوام لري زياتوي په جګړه کې  اوو عسکرو ته د مرګ ژوبلې سربيره پنځلس طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جګړې سيمې ته يوې نږدې امنيتي سرچينې رسنيو ته ويلي، د نښتې په پايله کې څو پوستو سقوط کړی، پوليسو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې خو تر اوسه يې په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

پژواک اژانس ته ځينو سرچينو ويلي، چې درې پوستې د طالبانو لاسته لوېدلي او يو شمير پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو د بريد مسئوليت منلی وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکي، په قرغز، جوی بیګم، قرغان تيپه او امام الدي درې سيمو کې طالبانو يوه پوځي قرارګاه او اووه پوستې نيولي، نوولس عسکر وژل شوي، يو ژوندی نيول شوی، ديارلس تنه اربکيان ټپيان دي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، په دغه نښته کې يو طالب وژل شوی، درې نور ټپيان دي زياتوي چې: “په پوستو او قرارګاه کې له دښمن څخه په ډیره اندازه وسلې او مهمات  د مجاهدینو لاس ته ورغلل.”

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close