کندوز کې امنیتي ځواکونو د خرو ۱۰۰۰ پوستکي نیولي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۶) الماس خدرخیل

د کندوز ولایت امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې د خرو ۱۰۰۰ پوستکي نیولي، چې په یو هینو موټر کې لیږدول کیدل.

د کندوز امنيه قومندان رسنيو ته ويلي، چې دغه هينو ډوله موټر د پوليسو له لوري د کابل بندر دروازه کې نيول شوی دی، چې د (خرو) زر پوستکي پکې بار شوي وو.

 نوموړي زياته کړه، چې موټر چلونکی، د هغه همکار او د لویو موټرو د نمایندګۍ یو کس یې نیولی دی او څېړنې يې ترې پيل کړي دي.

نيول شوی موټر چلونکی وايي، چې تر دې وړاندې يې هم له مزارشريف څخه پوستي کندوز ته انتقال کړي دي، خو په دې نه دی پوه چې هغه پوستکي د څه شي وو.

ځايي پوليسو پلټنه پیل کړې، ترڅو معلومه کړي چې د نيول شويو پوستکو غوښه يې څه کړې ده.

تر دې مخکې هم ځيني راپورونه ورکول شوي، چې قصابانو او ځينې قرارداديانو خره قصابي کول، په عامو خلکواو په دولتي ادارو خاصتاً په پوليسو به يې د خرو غوښه خرصوله.

تېر کال په بلخ کې دوه ورته پېښې وشوې، چې په مزار شریف ښار کې یو قصاب څلور کاله پر لپسې پر دولتي ادارو د خره غوښه خوړلې وه.

بايد وویل شي، چې تېره مياشت هم په تخار کې يوه ډله قصابانو خره حلال کړي وو، چې د خرو د پوستکو ويستلو پر مهال ونیول شول.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close